یمني ځواکونو د سعودي ۸ تېل وړونکې کښتۍ لارې بدلولو ته اړ کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د سعودي عربستان اته تېل وړونکې کښتۍ د یمني ځواکونو د سمندري محدودیتونو له سختېدو وروسته اړې شوې چې خپله لاره بدله کړي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محدودیتونو عملیات به دوام ولري او د دغه هېواد کښتۍ به په هره ممکنه سیمه کې په نښه شي.
یحیی سریع د «محاصرې په بدل کې محاصره» د تګلارې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د یمن وسلهوال ځواکونه به د خپل هېواد د خلکو د محاصرې د پای ته رسولو او د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره له خپلو هڅو لاس وانخلي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سعودي عربستان د خپلو سیاستونو له امله له ستونزمن وضعیت سره مخ دی او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د ریاض له سیاستونو سره له همکارۍ ډډه وکړي.
اعلامیه کې ویل شوي، چې د یمن او سعودي ترمنځ روانه مقابله د یمن د محاصرې د ختمېدو او د دغه هېواد د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ده.



