د اسلامي امارت ویاند: د هېواد بودجه د حکومتي لګښتونو او پراختیايي پروژو لپاره کافي ده 

 کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، که څه هم د هېواد د بودجې کره شمېرې نه شي شریکولای، خو اوسنۍ بودجه د حکومتي چارو د دوام او پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره کافي ده.

مجاهد د ځینو وزارتونو د لاسته راوړنو د بیان پر مهال وویل، د همدې بودجې له لارې د یو میلیون او ۴۰ زره حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي او تر اوسه په دې برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د نوموړي په وینا، حکومت هڅه کوي د شته مالي امکاناتو په مټ دولتي چارې په منظم ډول پرمخ یوسي او د هېواد د پرمختیايي پروګرامونو عملي کولو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button