مجاهد: اسلامي امارت له پاکستان سره د تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “مولوي ذبیح‌الله مجاهد” وایي چې د افغانستان حکومت د هېڅ هېواد سره د تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی او له پاکستان سره د روانې ستونزې پیلوونکی هم نه دی.
مجاهد ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو او خلکو په زیان دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې په اساسي ډول هواره کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې سوداګري او اقتصادي اړېکې یوه انساني او اقتصادي اړتیا ده او باید له سیاسي اختلافونو جلا وساتل شي، څو د دواړو هېوادونو ولسونه له زیانونو خوندي پاتې شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړېکې تر بل هر وخت ترینګلې بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ سوداګري د نږدې لسو میاشتو راهیسې له جدي خنډونو سره مخ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button