ذبیح الله مجاهد د افغانستان په هکله د ایران د مرستیال سفير له وروستيو څرګندونو هرکلی کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د مرستیال “سید حسن مرتضوي” له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
مجاهد د ایران پښتو رادیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د هېوادونو ترمنځ د باور او اعتماد فضا هغه مهال رامنځته کېدای شي چې هېوادونه د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
هغه د سید حسن مرتضوي وروستۍ څرګندونې د ستاینې وړ بللې او ویلي یې دي: «هغه د افغانستان په اړه ښه موقف درلود او هیله لرو چې همېشه دغه موقف پر اساسي کرښو ولاړ پاتې شي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې افغانستان او ایران دوه ګاونډي او مسلمان هېوادونه دي او دواړه لوري باید د سولې، ثبات او متقابل درناوي لپاره همکاري وکړي.
مجاهد ویلي، دا یوه مثبته نظریه ده چې د مسلمانانو ترمنځ د شخړو، بېثباتۍ او ناامنۍ مخالفت وشي، ځکه د اسلامي نړۍ بریا د خپلمنځي یووالي او همکارۍ له لارې ممکنه ده.
نوموړي د ایران د مرستیال سفیر د دې خبرې په تړاو چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو له لوري وټاکل شي، ویلي چې د هر هېواد راتلونکی د هماغه هېواد له خلکو سره تړاو لري او هیله لري چې ایران به د افغانستان د خلکو ګټو، حقوقو او خپلواکۍ درناوي ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې مجاهد ویلي چې اسلامي امارت د افغان ملت د یووالي لپاره هڅې کوي او افغانستان فکري، ملي او ټولنیز وحدت ته اړتیا لري.



