هرات کې وسله والو د اتصالات کمپنۍ ۴ قرارداديان وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

نامعلومو وسله والو په هرات کې د اتصالات کمپنۍ ۴ قرارداديان وژلي دي.

د هرات چارواکو د پېښې پخلی کړی دی او زياته کړې يې ده، چې دغه ۴ تنه تېره اونۍ د دې ولايت په ګذره ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري تښتول شوي وو، چې اوس يې مړي موندل شوي دي.

د هرات د والي وياند احسان الله حيات رسنيو ته ويلي دي، چې وسله والو د دې کسانو د خوشې کولو په بدل کې د هر يوه په سر ۳ سوه زره افغانۍ غوښتې.

د هرات پوليسو ویلي دي، چې ياد ۴ کسان ټول د وسله والو له لوري وژل شوي دي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

په افغانستان کې د اتصالاتو کمپنۍ تر دې دمه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د پېښې پړه هم لا چا پر غاړه نه ده اخستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button