مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۳۶۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۳۶۷ کورنۍ، چې ۱۸۸۱ غړي یې لرل، افغانستان ته راستنې شوې.
له دې ډلې ۱۶۹ کورنۍ او ۹۴۹ تنه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شول او د ۲۴۰ کورنیو لپاره ټولټال ۱۷ میلیونه او ۴۶ زره افغانۍ مالي مرستې ورکړل شوې.
کمېسیون وايي، راستنېدونکو مهاجرینو ته روغتیايي، مخابراتي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي او ۳۰۴ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.
د راپور له مخې، په بېلابېلو پولو کې راستنېدونکو کورنیو ته د ثبت، لنډمهاله مېشتېدنې، ترانسپورټ او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شوې دي.



