یمني ځواکونه: په المخا او مأرب کې مو د حکومت ضد وسله والو مرکزونه په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې د سعودي له ملاتړه د برخمنو حکومت ضد وسله والو مرکزونه او د هغوی د وسلو پر زېرمو او قوماندانۍ یې په المخا سیمه او د مأرب ولایت په «تداوین» کې پراخ بریدونه کړي دي.

یحیی سریع ویلي، په دغو بریدونو کې له بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی او د دوی په وینا، ټاکل شوي هدفونه په دقیق ډول په نښه شوي دي.

د یمني ځواکونو ویاند ادعا کړې، چې په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي چې د سعودي اتباع هم پکې شامل دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې یمني وسله وال ځواکونه به د هغو سعودي پوځي تحرکاتو او تجمعاتو پر وړاندې هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي چې د ده په وینا، په یمن کې د جګړې د پراخولو او د دغه هېواد د کنټرول هڅه کوي.

یحیی سریع یو ځل بیا له هغو یمنیانو څخه چې د حکومت پر ضد د سعودي په ملاتړ فعالیت کوي، غوښتي چې د نوموړي په وینا، له «خیانت او مزدورۍ» څخه لاس واخلي او له دې لارې د وتلو لپاره اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button