کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون نن په کابل کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو د وزیرانو، د سیمې د هېوادونو د استازو، نړیوالو بنسټونو او یو شمېر سوداګرو په ګډون پرانیستل شو. دغه نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي.

د نندارتون له لارې به د افغانستان د بزګرانو او مالدارانو تولیدات نندارې ته وړاندې او د هغوی لپاره د بازار موندنې زمینه برابره شي.

همداراز به د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د تجربو او مسلکي نوښتونو د شریکولو ترڅنګ، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د اړیکو او نویو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button