مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۹۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۹۸ کورنۍ، چې ۱۵۰۵ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د راپور له مخې، ۳۲۳ کورنۍ، چې ۱۶۸۸ تنه کېږي، خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۲۱ کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.
کمېسیون وايي، راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، ترانسپورټ، مالي مرستو، روغتیا، خوراکي توکو، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي او ۲۴۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. د راپور له مخې، په همدې موده کې ۸۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکو نمرې هم وېشل شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هستوګنیزو ځمکو د وېشل شوو نمرو ټولیز شمېر تر دې دمه ۶۶ زره او ۷۷۸ ته رسېدلی او د راستنو شویو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې لپاره د ځمکو د وېش لړۍ لا هم دوام لري.



