د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د تازه مېوو د صادراتو د اسانتیا لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تازه مېوو د صادرونکو د ستونزو د حل او د صادراتو د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به د اړوندو ادارو له استازو یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د تازه مېوو د صادرونکو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ په موخه د همغږۍ غونډه د زمري پر ۱۹مه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې د صادرونکو پر وړاندې د شته ستونزو او د حل پر لارو چارو بحث وشو.
وزارت زیاتوي، تخنیکي کمېټه به د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره یوه جامع طرحه جوړه کړي او دغه طرحه به د کابینې غونډې ته وړاندې شي.



