د لیبیا د ملي پوځ د استخباراتو مشر چاودنه کې وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د لیبیا په ختیځ کې د «ملي پوځ» د پوځي استخباراتو مشر “فوزي منصوري” بنغازي ښار کې د خپل کور مخې ته په چاودنه کې وژل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، منصوري د دوشنبې په ماښام (10 اګست) هغه مهال ووژل شو، چې د هغه په موټر کې ځای پر ځای شوې چاودېدونکې وسیله وچاودېده.
فوزي منصوري د ۲۰۲۴م کال په مې میاشت کې د لیبیا د ملي پوځ د پوځي استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د خلیفه حفتر تر قوماندې لاندې د دغه ځواک له مهمو امنیتي چارواکو څخه بلل کېده.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او د پېښې په اړه د نورو جزیاتو د څرګندېدو لپاره پلټنې روانې دي.



