د یوناما راپور ته د ذبيح الله مجاهد غبرګون: د امنیتي ادارو د حسابورکونې لپاره هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي امنیتي ادارې ځوابویونکې کړي، څو د هېوادوالو ستونزو ته په چټکۍ سره رسېدنه وشي.
مجاهد ویلي، ښايي په ځینو برخو کې ستونزې لیدل شوې وي، خو په وینا یې، په هېواد کې اوسنی امنیت او ثبات د امنیتي ځواکونو د فعالیت پایله ده.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي، د نظام له بدلون پنځه کاله وروسته هم د اسلامي امارت په امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حسابورکونې په برخه کې «جدي تشې» موجودې دي.



