پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د درملو او مشروباتو د کارخونو جوړول پیل شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
په پنجشېر ولایت کې د کورنیو پانګهوالو له لوري د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د درملو، څښاک او غیرالکولي مشروباتو د تولید د کارخونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د سیمهییزو مسوولینو په وینا، دغه پروژه د سیمهییزې ادارې په ملاتړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د څلورو کورنیو پانګهوالو له لوري عملي کېږي.
مسوولین وايي، ټاکل شوې په راتلونکي کې په دې پروژه کې د پانګونې کچه ۲۸ میلیونه ډالرو ته لوړه شي، چې په جوړېدو سره به یې کورني تولیدات زیات او د درملو او بېلابېلو مشروباتو په برخه کې د هېواد کورنیو اړتیاوو د پوره کېدو زمینه برابره شي.



