د پزشکیان د څرګندونو په غبرګون کې؛ ذ. مجاهد: افغانستان به اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې پر نورو هېوادونو برید وشي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان اجازه نه ورکوي چې د هېواد له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.
ښاغلي مجاهد ویلي، افغانستان په سختو شرایطو کې خپل ګاونډیان یوازې نه پرېږدي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې کوم ګواښ د ګاونډیو هېوادونو پر لوري متوجه شي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان مسوولیت لري له خپلو ګاونډیانو سره مثبتې او باوري اړیکې ولري.
د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې وروسته له هغې دي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي وو، د ایران او امریکا د جګړې پر مهال افغانستان او پاکستان اجازه ورنه کړه چې د دغو هېوادونو له خاورې د ایران پر ضد استفاده وشي.



