د تخنیکي او مسلکي زده کړو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو، تمویلوونکو او پراختیايي شریکانو له استازو سره په مرمرینه ماڼۍ کې د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو د شریکولو لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لومړیتوبونه، چې د زېربناوو او تجهیزاتو، ښوونیزو پروګرامونو، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخې رانغاړي، له تمویلوونکو سره شریک شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د دغو لومړیتوبونو شریکول به د راتلونکو مرستو او پراختیايي همکاریو د لا ښه تنظیم او همغږۍ زمینه برابره کړي.
د تمویلوونکو استازو هم د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول مهم وبلل او ویې ویل، چې له دې لارې به وکولای شي خپل راتلونکي فعالیتونه لا ښه تنظیم کړي. ټاکل شوې په راتلونکي کې د اسلامي امارت د ۱۳ سکټوري ادارو لومړیتوبونه هم په تدریجي ډول له تمویلوونکو سره شریک شي.



