د ایران د کرنې وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د کرنې وزیر غلام‌رضا نوري قزلجه په مشرۍ لوړپوړی دولتي پلاوی نن چهارشنبه کابل ته راغلی دی.

د ایران سفارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ او دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د سفر پر مهال به د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ، پانګونې او په کرنیزو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم بحث وشي.

د ایران د کرنې وزیر به د اسلامي امارت له چارواکو سره تر لیدنې وروسته په کابل کې د کرنې او مالدارۍ له نړیوال نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button