لیبیا ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ هاکان فیدان بنغازي کې خلیفه حفتر سره لیدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د لیبیا د «المرصد» خبري شبکې د راپور له مخې، د لیبیا د ملي پوځ قوماندان جنرال ‘خلیفه حفتر” د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” سره په بنغازي ښار کې لیدلي دي.
د راپور له مخې، فیدان بنغازي ته د سفر پر مهال له خلیفه حفتر سره وکتل او د لیبیا د روان وضعیت، سیاسي پرمختګونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړېکو په اړه یې خبرې وکړې.
دا لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې ترکیه د لیبیا له لویدیځ مېشت حکومت سره نږدې اړیکې لري، خو په ختیځې لیبیا کې د حفتر له ځواکونو سره هم د اړېکو د پراخولو هڅې کوي.
د فیدان او حفتر لیدنه د لیبیا د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د سیمه‌ییزو هڅو په لړ کې مهم پرمختګ بلل کېږي. په ځانګړې توګه د لیبیا د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو، د هېواد د ادارو د یووالي او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو موضوعات د نړیوالو او سیمه‌ییزو لورو له مهمو بحثونو څخه دي.
تر اوسه د دې لیدنې د دقیقې اجنډا او د دواړو لورو ترمنځ د شویو خبرو د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button