یمني ځواکونو بابالمندب کې د سعودي پوځي تجهیزاتو لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن پوځي رسنیو ادعا کړې، چې وسله والو ځواکونو یې د بابالمندب په سمندري سیمه کې هغه بېړۍ په نښه کړې چې د سعودي پوځي تجهیزات یې لېږدول.
د یمني پوځي رسنیو د راپور له مخې، دغه بېړۍ د سعودي عربستان پوځي تجهیزات انتقالول او د یمن وسله والو ځواکونو له لوري پرې برید شوی دی.
تر اوسه د برید د څرنګوالي، د بېړۍ د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.



