بلوچستان کې پر ملکي کورونو هوايي برید؛ له ۲۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د «بلوچستان پوسټ» د راپور له مخې، پاکستاني جنګي الوتکو وړمه شپه د یاد ایالت د “سوراب” ولسوالۍ په ګوندان سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

راپور کې ادعا شوې، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستاني امنیتي ځواکونه له برید وروسته سیمې ته رسېدلي او د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button