افغانستان او ایران د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ایران د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، حیواني او نباتي روغتیا او د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د عملي او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې د کرنیزو ماشینونو او ټکنالوژۍ د لېږد په اړه هم خبرې شوې او دواړو لوریو د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دواړو خواوو ایران ته د افغانستان د تازه غوښې پر صادراتو او له ایران څخه افغانستان ته د غوښې، هګیو او چرګانو د صادراتو په اړه هم بحث کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button