د یمن بهرنیو چارو وزارت: سعودي دې جګړه ودروي او محاصره دې پای ته ورسوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د بهرنیو چارو او کډوالو وزارتونو له سعودي حکومت څخه غوښتي چې «زړوره او حکیمانه» پرېکړه وکړي، پر یمن دې خپل پوځي عملیات ودروي محاصره دې پای ته ورسوي او په دغه هېواد کې ټولې غیرقانوني کړنې دې ختمې کړي.
د یمن بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي له لوري د جګړې او محاصرې پای ته رسول به دواړو هېوادونو ته مثبتې پایلې ولري او د ریاض لپاره د پام وړ لګښتونه راکم کړي.
د وزارت په وینا، د سیمې د روانو بدلونونو درک کول کولی شي سعودي له سولې سره د یوځای کېدو او پر یمن د خپلو بریدونو د درولو پر لور وهڅوي؛ خو د دوی په خبره، د دغو بدلونونو ناسم تحلیل او دا تصور چې د یمن پر وړاندې به دښمنانه سیاستونه د سعودي پروژې پیاوړې کړي، تر دې دمه دغه هېواد ته زیانونه اړولي او په راتلونکي کې به یې زیانونه لا زیات شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د یمن ولس لا هم د محاصرې او د هېواد د طبیعي شتمنیو د مصادرې له امله له ستونزو سره مخ دی.
د یمن بهرنیو چارو وزارت په پای کې یو ځل بیا له سعودي څخه په بېړني ډول غوښتي چې د دواړو لورو ترمنځ پر شویو هوکړو عمل وکړي، په ځانګړي ډول بشري موضوعاتو ته د حل لار پیدا کړي، ځکه د وزارت په وینا، بشري حقونه د ځنډ او ځنډولو وړ نه دي.



