مولانا فضل الرحمن: افغانستان او پاکستان دې د ګډ او باثباته راتلونکي لپاره یوځای کار وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له لوري د «فتحې ورځې» د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، افغانستان او پاکستان باید د خپلو تاریخي، دیني او کلتوري اړیکو پر بنسټ د دوو پیاوړو او سولهییزو ګاونډیانو په توګه خپل راتلونکی وټاکي. هغه د افغانستان له سفیر سردار احمد شکیب سره د ښو اړیکو په اړه د څرګندونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د افغانستان ملاتړ وکړي او افغانستان هم د پاکستان ملاتړ وکړي.
فضل الرحمن زیاته کړې، افغانستان او پاکستان د خپلې جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ، سویلي او ختیځې اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د یوه مهم پل رول ولوبوي. نوموړي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو، تفاهم او مذاکراتو له لارې حل شي، څو افغانستان او پاکستان د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د دوو ورونو اسلامي هېوادونو په توګه ګډ راتلونکی ولري.



