مجاهد: پاکستان دې پر افغانستان د تورنو لګولو پر ځای د خپل هېواد امنیت ته پام وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیحالله مجاهد” یو ځل بیا پاکستان د وسلهوالو ډلو په پاللو او روزلو تورن کړی او ویلي یې دي چې اسلاماباد باید د افغانستان د ملامتولو پر ځای د خپل هېواد امنیت ته پام وکړي.
مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستاني چارواکي دې د افغانستان د تورنولو پر ځای د خپلو امنیتي ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او د پاکستان په اړه یې ویلي چې دغه هېواد باید د وسلهوالو ډلو د ملاتړ او روزنې په اړه خپلو کړنو ته پاملرنه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي مسایلو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه لفظي شخړې لا هم دوام لري.



