قالیباف: ایران په سیاسي او پوځي ډګر کې امریکا او اسرائیل مات کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي شورا مجلس مشر “محمدباقر قالیباف” ادعا کړې، چې ایران له امریکا او اسرائیلو سره په وروستۍ جګړه کې په سیاسي او پوځي دواړو ډګرونو کې «په رښتینې مانا» بریالی شوی دی.
قالیباف د خبریالانو په یوه غونډه کې ویلي، امریکا او اسرائیلو په دې جګړه کې ۹ مشخص او اعلان شوي اهداف لرل، خو د نوموړي په وینا، دواړه لوري ونه توانېدل چې له دغو اهدافو څخه یو هم ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې چې د ایران د خلکو مقاومت د امریکا او اسرائیلو د اهدافو د تحقق مخه ونیوله او دا وضعیت یې د امریکا او اسرائیلو لپاره «مطلقه ماتې» بللې ده.
د ایران د پارلمان مشر ویلي، ایراني ولس حق لري چې د ده په وینا د دې بریا له امله خوښي څرګنده او ولمانځي.



