د پالم تېلو په کلني فورم کې د افغانستان او مالیزیا پر سوداګریزو اړیکو خبرې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د پالم تېلو ټولنې د ۲۰۲۶ کال په کلني فورم کې ګډون کړی دی.

په دغه فورم کې د مالیزیا د کرنیزو محصولاتو وزیرې داتو سري ډاکټر نورعیني احمد، یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د پالم تېلو د صنعت استازو او افغان سوداګرو هم ګډون کړی و.

 د فورم ګډونوالو د پالم تېلو د تولید، سوداګرۍ، ارزښت او د دغه صنعت د پراختیا پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

احمدي د فورم په څنډه کې له یو شمېر دولتي چارواکو او سوداګرو سره هم لیدلي او د افغانستان او مالیزیا ترمنځ یې د پالم تېلو د سوداګرۍ د پراختیا، شته فرصتونو او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button