په خوست کې د نږدې یو میلیون ډالرو په لګښت ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)

په خوست ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی ۵۰ بستریز «البدر» روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه روغتون پر درې جریبه ځمکه جوړ شوی او په اوو بېلابېلو څانګو کې به ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د روغتون مسوولین وايي، د درملنې او نورو روغتیايي خدمتونو لګښتونه به د بازار له بیو ۵۰ سلنه کم وي، او د بېړنۍ خونې خدمات به ناروغانو ته وړیا وړاندې کېږي.

د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د روغتیا، پوهنې او د بېوزلۍ د کمولو په برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button