سرپل کې د ۷،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د سرپل ولایت په کوهستانات او بلخاب ولسوالیو کې د څه باندې ۷،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو شبکو کې د ۳۰ او ۴۰ متر مکعبه وړتیا لرونکو دوو اوبو ذخیرو جوړول، د ۱۲،۹ کیلومتره پایپ غځول، د ۱۷۵ شیردهنونو او ۱۶ لمریزو تختو نښلول شامل دي.

د یادو پروژو د جوړولو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو سره یې د کوهستانات او بلخاب ولسوالیو ۳۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button