یمني پوځ د ائیتلافي ځواکونو ستره پوځي بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو ادعا کړې، چې د سره سمندرګي په اوبو کې یې د سعودي عربستان اړوند یوه پوځي «د بېړیو لېږدوونکې» کښتۍ، چې څلور پوځي کښتۍ یې بدرګه کولې، د المخا بندر مخې ته په نښه کړې ده.
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمینه صنعاء کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې پر یادې بېړۍ یې د بالستیک توغندیو په وسیله برید کړی، چې هدف یې په مستقیم او دقیق ډول ویشتلی دی.
نوموړي
ادعا کړې، چې د برید له امله یاده بېړۍ په بشپړه توګه سوځېدلې، یو شمېر نورې کوچنۍ پوځي کښتۍ یې ډوبې شوې او پاتې نورو یې هم اور اخیستی دی.
د یمن وسله‌والو ځواکونو ویاند ویلي، د سعودي ځواکونو ټول تحرکات او پوځي تجمعات په دقیقه توګه څاري او ټینګار یې کړی چې، که دغه تحرکات په ځمکه او سمندر کې هر چېرې وي، په نښه به شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د «محاصرې په بدل کې محاصره» د معادلې د عملي کولو او د سعودي د ټولو پوځي تجمعاتو په هدف ګرځولو ته به دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button