د زمري ۲۸مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د دغه وزارت په خبرتیا کې ویل شوي، چې د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده.

افغانستان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال له بریتانیا څخه خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button