ذبيح الله مجاهد: پاکستان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د خپلو ګاونډیانو د ملامتولو پر ځای دې د خپل هېواد امنیت ته پام وکړي. نوموړي ویلي، پاکستان پر افغانستان د حریم له نقض سربېره، په بهر کې هم د افغانستان پر وړاندې پروپاګند کوي.

مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې موجودې وسلې د هېواد د امنیت او دفاع لپاره دي او د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي. د هغه په وینا، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي، په افغانستان کې ټولشموله حکومت شتون لري او د ټولو قومونو او لورو استازیتوب کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان کورنۍ چارې د افغانانو اړوند دي او هېڅ هېواد باید په کې لاسوهنه ونه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button