صهیونیستي رسنۍ: ټرمپ د هرمز تنګي په پرانیستلو کې ناکام شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
یوه عبري رسنۍ ادعا کړې، چې د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د هرمز تنګي د پرانیستلو په برخه کې له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم ۱۳مې تلویزیوني شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې له ۶۰ ورځو تېرېدو سره سره، هرمز تنګی لا هم تړلی پاتې دی او د دې تنګي د پرانیستلو لپاره د ټرمپ هڅې تر اوسه کومه پایله نه لري.

یادې رسنۍ، د صدا او سیما خبري اژانس په حواله، زیاته کړې، چې امریکا له ایران سره حتی د لومړنیو مادو په کچه هم یوې هوکړې ته نه ده رسېدلې.

د راپور له مخې، په همدې موده کې نړۍ د امریکا د دفاعي او تعرضي توغندیو له سخت کمښت څخه هم خبره شوې ده.

یادې عبري رسنۍ ادعا کړې، چې هرمز تنګي د امریکا له قلمرو سره د یوځای کولو په اړه د ټرمپ ګواښونه هم د ایران له ملنډو وهونکو او سپکوونکو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button