مجاهد: کابل د افغانستان او پاکستان د اختلافاتو د حل لپاره د هېوادونو له هڅو هرکلی کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “مولوي ذبیح‌الله مجاهد” وايي چې کابل د هغو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي چې د خبرو او مذاکراتو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې کوي.

مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د چین ترڅنګ قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جګړې غوښتونکی نه دی او باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اختلافات باید د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا د هغو هېوادونو له هڅو مننه کړې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د واټن د کمولو، د اختلافاتو د حل او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button