د برېښنا شرکت او روسي پاور مشینز کمپنۍ د برېښناکوټونو پر تخنیکي ارزونه خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د روسیې د «پاور مشینز» کمپنۍ له تخنیکي پلاوي سره لیدلي او د ماهیپر، نغلو، سروبي، درونټې، چاریکار، جبلالسراج، پارندې او بغلان د برېښنا تولید فابریکو د تخنیکي ارزونې په اړه یې خبرې کړې دي.
د یادې کمپنۍ پلاوي د خپلو لومړنیو څېړنو معلومات شریک کړي او د برېښناکوټونو د تولید ظرفیت لوړولو، تجهیزاتو نوي کولو او بشپړو تخنیکي مطالعاتو اړتیا یې په ډاګه کړې ده.
په دې ناسته کې د نغلو، درونټې او بغلان برېښناکوټونو د اساسي بیارغونې او د اړینو تجهیزاتو د نوي کولو په اړه هم بحث شوی.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د برېښنا تولید د ظرفیت لوړولو او تجهیزاتو نوي کولو په برخو کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او «پاور مشینز» کمپنۍ کولی شي د لومړنیو پړاوونو له بشپړولو وروسته په دغو برخو کې پانګونه وکړي.



