د سوداګرۍ او صنعت خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه.

برادر اخوند د دغه شرکت جوړېدل د لویو اقتصادي او زېربنايي پروژو د عملي کېدو او د پانګونې د پراختیا لپاره مهم بللي او ویلي یې دي، چې د خصوصي سکټور په مرسته به د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې په یوه منظم او شفاف چوکاټ کې راټولې او د لویو پروژو د تمویل لپاره وکارول شي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د پانګوالو لپاره د خوندي چاپېریال، قانوني او اقتصادي اسانتیاوو د برابرولو او د اداري پروسو د ساده کولو په برخه کې اقدامات کړي دي.

د تفاهمنامې له مخې، دغه ګډ سهامي شرکت به په بېلابېلو سکټورونو کې د زېربنايي پروژو د پلي کېدو لپاره د پانګونې نوي فرصتونه برابر کړي او د تولید، کارموندنې او صادراتو د پراختیا په برخه کې به د خصوصي سکټور ونډه پیاوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button