د پاکستان سترې محکمه: عمران خان باید ژر روغتون ته ولېږدول شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند بنسټګر عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته، له زندان څخه د اسلاماباد شفا انټرنېشنل روغتون ته د نوموړي د لېږدولو امر کړی دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، عمران خان باید له اډیاله زندان څخه شفا انټرنېشنل روغتون ته د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ولېږدول شي او هلته یې روغتیايي معاینه او درملنه ترسره شي.
سترې محکمې همداراز د عمران خان د درملنې لپاره د طبي بورډ د جوړولو امر کړی او ویلي یې دي چې د نوموړي شخصي ډاکټر او خور، ډاکټره عظمى خان، دې د طبي معاینې او درملنې په بهیر کې حضور ولري.
د راپورونو له مخې، محکمې عمران خان ته اجازه ورکړې چې د درملنې پر مهال له خپلې کورنۍ سره منظمې لیدنې ولري او اړوندو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې د روغتون شاوخوا امنیت او نظم وساتي.
د محکمې پرېکړه داسې مهال شوې چې د عمران خان کورنۍ او ګوند یې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې او له زندانه یې روغتون ته د نوموړي د لېږد غوښتنه کړې وه.
د سترې محکمې د حکم له مخې، عمران خان به لږ تر لږه د سپټمبر تر ۱۶مې نېټې پورې یا تر هغې چې ډاکټران یې د روغتون له درملنې څخه د وتلو وړ وبولي، په روغتون کې پاتې شي.



