صهیونیستي ریژیم د سوریې په ادلب کې پر پوځي هوايي ډګر هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د سوریې په شمال لوېدیځ د ادلب ولایت په ختیځ کې پر «ابو الظهور» پوځي هوايي ډګر صهیونیستي ریژیم هوايي بریدونه کړي دي.
د الجزیرې او نورو سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د سهشنبې په سهار د دغه هوايي ډګر پر ځغاستلارو څو بریدونه شوي او د هوايي ډګر زیربناوو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د سوریې دولتي رسنیو د بریدونو شمېر اته ښودلی، خو ځینو سیمهییزو رسنیو د څلورو بریدونو خبر ورکړی دی.
د سوریې چارواکو او امریکايي استازي “ټام بارک” دغه بریدونه د اسرائیلو بللي دي. بارک ویلي چې واشنګټن د ابو الظهور پر هوايي اډې د اسرائیلي بریدونو له امله «ژوره اندېښنه» لري او دا یې د سیمې د ثبات لپاره «ناوړه او غیرضروري» بللي دي.
د راپورونو له مخې، په بریدونو کې د ځغاستلارو او د هوايي ډګر ځینو تاسیساتو ته زیان اوښتی، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. اسرائیلي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت دغه برید «د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه» بللې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره خطرناک دي.



