د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: بهرنی لاسوهنه استعمار د حاکمیت پر حق تېری دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر امریکا او بریتانیا ته په خطاب کې ویلي، هر ډول بهرنۍ لاسوهنه، که هر نوم ورته ورکړل شي، استعمار او د یوه ملت د خپلواکۍ او حاکمیت پر حق تېری دی.
نوموړي ویلي: «ایران نن ورځ خپل برخلیک په خپله ټاکي، خو هغه څوک چې د خپل برخلیک واګې بهرنیو ته سپاري، دروند قیمت به پرې کړي.»
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټینګار کړی چې ولس د بهرنیو فشارونو، ګواښونو او تحمیلي غوښتنو پر وړاندې لا ډېر ټینګ ولاړ دی او د فشارونو له امله به شاتګ ونه کړي.



