مولوي امیر خان متقي: افغان ولس په تېره یوه پېړۍ کې درېیو امپراتوریو ته ماتې ورکړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر “مولوي امیرخان متقي” وايي، افغان ملت په تېره یوه پېړۍ کې درېیو امپراتوریو ته ماتې ورکړې او دا د بهرنیانو لپاره مهم تاریخي درس دی.

نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل، افغانان هېڅکله زور، سیاسي فشارونه او اقتصادي محدودیتونه نه مني.

متقي زیاته کړه، افغانستان له نړۍ سره د متقابل احترام، مثبت تعامل او د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو غوښتونکی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ او ملي حاکمیت درناوی باید د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو اساسي اصل وي.

مربوطه مطالب

Back to top button