خلیفه سراج الدین حقاني: د افغانستان خپلواکي باید راتلونکو نسلونو ته خوندي وساتل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر “خلیفه سراج‌الدین حقاني” وايي، چې افغانانو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په برخه کې تل بریاوې لرلې، خو د تاریخ په ځینو پړاوونو کې د خپلې خپلواکۍ په ساتنه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې اوس باید د خپلواکۍ په ساتنه او پالنه سره دغه تاریخي لړۍ بدله شي.

حقاني وویل، د هېواد ازادي او خپلواکي باید د اوسني نسل له لوري په داسې ډول خوندي وساتل شي، چې راتلونکو نسلونو ته هم په میراث پاتې شي.

هغه د خپلواکۍ ساتنه د هېواد د راتلونکي لپاره مهمه وبلله او پر ملي یووالي، هوښیارۍ او د افغانستان د خپلواکۍ پر ارزښت یې ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button