اسلامي امارت: د استقلال ۱۰۷مه کلیزه د افغان ولس د تاریخي بریا ویاړلی ورځ ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د اسد د ۲۸مې، د هېواد د استقلال د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۰۷ کاله وړاندې افغان مسلمان او غیور ولس د یوې اوږدې مبارزې په پایله کې برتانوي امپراتوري اړ کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او د هېواد د بهرني سیاست صلاحیت بېرته افغانانو ته وسپاري.
اسلامي امارت د استقلال بریا د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندنو او قربانیو پایله بللې او ویلي یې دي چې افغان ولس تر نن ورځې پر دې ویاړي.
په اعلامیه کې همداراز د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او وروسته د امریکايي اشغال پر وړاندې د بریا یادونه شوې او دا بریاوې د الله تعالی له نصرت وروسته د افغان ولس د ایماني هوډ او غیرت پایله بلل شوې دي.
اسلامي امارت له ځوانانو او راتلونکي نسل څخه غوښتي چې د خپلو اسلافو پر قدمونو ګام کېږدي او د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په ټینګه اراده ودرېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانان سږ کال د استقلال ورځ داسې مهال لمانځي چې څلور ورځې وړاندې یې د امریکايي اشغال پر وړاندې د «فتحې ورځې» کلیزه هم ولمانځله.
اسلامي امارت له افغانانو غوښتي چې د دغو نعمتونو په خاطر د الله تعالی شکر ادا کړي، د شریعت پابندي وکړي او هره بریا د الله تعالی احسان او نصرت وبولي.
د اعلامیې په پای کې ویل شوي: «په یوه پېړۍ کې د نړۍ درېیو سترو قوتونو ته ماتې ورکول لومړی د الله جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهد ولس کلک ایماني هوډ او غیرت دی.»



