پلخمري کې د ۲۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د بغلان ولایت د پلخمري ښار په شپږو ناحیو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې «یونپس» په مالي ملاتړ، د نږدې یو نیم میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي.
د دغو پروژو له ډلې، د پلخمري ښار په درېیو ناحیو کې د ۲۴ میلیونه او ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د پلخمري ښاروال قاري نقیبالله محمدي وايي، دغه سړکونه نږدې دوه کیلومتره اوږدوالی او ۵.۵ متره سور لري.
د ښاروال په وینا، د یادو سړکونو له جوړېدو سره به سلګونو کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او لسګونو سیمهییزو اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.



