فراه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې کان استخراج پیل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فراه د پشتکوه ولسوالۍ په کلري سیمه کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې کان د استخراج چارې پیل شوې دي.
د فراه ولایت مقام د رسنیو دفتر د کانونو او پټرولیم امریت په حواله ویلي، دوه قراردادي شرکتونه به د روان کال په ترڅ کې له دغه کان څخه شاوخوا ۳ زره ټنه مالګه استخراج کړي، چې د قرارداد له مخې یې ټولیز ظرفیت ۱۰ زره ټنه ښودل شوی دی.
د قراردادي شرکت مسوول محمدخان بارکزي ویلي، د کان د استخراج چارې به سږ کال شاوخوا ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او تمه ده چې راتلونکی کال دغه شمېر ۷۵ کسانو ته لوړ شي. سیمهییز مسوولین وايي، د یاد کان استخراج به د خلکو لپاره د کاري فرصتونو، د دولتي عوایدو د زیاتوالي او په سیمه کې د خصوصي پانګونې د پراختیا زمینه برابره کړي.



