نن د زمري ۲۸مه؛ د افغانستان د خپلواکۍ بيرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

نن چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده، چې په مناسبت یې په ټول هېواد کې افغانان د بېلابېلو مراسمو له لارې دا ورځ په خوښۍ او ویاړ نمانځي.

د معلوماتو له مخې، غازي امان‌الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګرېزانو استعماري واک پای ته ورساوه او د زمري په ۲۸مه یې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه. له هغه مهال راهیسې دغه ورځ د هېواد د ملي ورځو په توګه نمانځل کېږي.

سږ کال هم اسلامي امارت د خپلواکۍ ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د ځانګړو مراسمو له لارې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه لمانځي.

مربوطه مطالب

Back to top button