په ټرانزیټي باروړونکو موټرو کې د ځیرکو قلفونو د نصب پروژه پرانېستل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو لوی ریاست، افغان پُست، مالیې وزارت او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په ګډه، په ټرانزیټي باروړونکو موټرو کې د جيپياېس ځیرکو قلفونو د نصب پروژه په رسمي ډول پرانېسته.
د مسؤلينو په وینا، دغه سیستم د ټرانزیټي وسایطو د امنیت، څارنې او مدیریت لپاره طرحه شوی او د جيپياېس له لارې د موټرو موقعیت، مسیر او حرکت څاري.
مسؤولین وايي، د ټاکلي مسیر څخه د وسایطو د انحراف او غیرضروري تم کېدو په صورت کې به د لازم اقدام زمینه برابره شي. د دوی په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ټرانزیټي مالونو د لېږد بهیر خوندي او منظم، د ټرانزیټ چارې شفافې او د اړوندو ادارو د څارنې او مدیریت وړتیا پیاوړې شي.



