عراقچي: امریکا باید پوه شي چې فشار هېڅ نتیجه نه ورکوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د دیپلوماسۍ د بیا فعالېدو امکان شته، خو واشنګټن باید یو حقیقت درک کړي چې فشار هېڅ نتیجه نه ورکوي.
عراقچي دا څرګندونې تهران ته د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته په خپله ایکس پاڼه کړې دي. هغه ویلي چې له قطري چارواکو سره یې «رغنده او نوښتګرې» خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید د باور رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي، له ایران سره په درناوي خبرې وکړي، د ایران حقوق په رسمیت وپېژني او خپلو وعدو ته ژمنه پاتې شي.
عراقچي زیاته کړې چې د ډیپلوماسۍ بېرته خپل مسیر ته ګرځول ناممکن نه دي، خو دا کار د امریکا له لوري د فشار پر ځای د باور او متقابل درناوي له غوره کولو سره تړاو لري.

مربوطه مطالب

Back to top button