جنرال محسن رضایي: امریکا سره د هوکړې لپاره غزه او لبنان کې د جګړو پای ته رسول د ایران شرط دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال “محسن رضایي” وايي، له امریکا سره د هر ډول هوکړې لپاره د غزه او لبنان کې د جګړو پای ته رسول د تهران له اساسي شرطونو څخه دي.

رضایي ویلي، که امریکا په رښتیا د سولې نیت لري، باید د ایران هغه شرطونه عملي کړي چې له مخې یې په لبنان،او غزه کې جګړې او بریدونه پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران په باور، د لوېدیځې اسیا هېوادونه له یو بل سره تړلي دي او په یوه هېواد کې ناامني د سیمې پر نورو هېوادونو هم اغېز کوي.

د رضایي په وینا، د لبنان له اشغال شوو سیمو څخه د اسرائیلو وتل، په غزه کې د جګړې پای ته رسول او په سیمه کې د جګړو درول د امریکا سره د هر ډول تفاهم لپاره د تهران له مطرح شوو شرطونو څخه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button