مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۴۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۴۳۱ کورنۍ، چې ۲۰۸۷ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همداراز ۴۱۲ کورنۍ، چې ۲۲۵۲ غړي لري، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د کمېسیون د ورځني راپور له مخې، له ۴۶۹ کورنیو سره ټولټال ۳ میلیونه ۰۶۲ زره افغانۍ مالي مرستې شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او نور اړین خدمات هم وړاندې شوي دي. په همدې لړ کې ۳۰۳ سیمکارتونه هم له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.



