بلخ کې د ۲۲۴ کاریګرو د کارموندنې لپاره د ۸.۲ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

افغاني سرې میاشتې په بلخ کې د ۸.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د «کار په بدل کې نغدو پیسو» پروژه پیل کړې ده.

د دغې پروژې له لارې به د دولت‌اباد ولسوالۍ په خیراباد کلي کې ۲۲۴ بېوزله کسان د یوې میاشتې لپاره پر کار وګومارل شي، چې مسلکي کاریګرو ته به هره ورځ ۱۰۰۰ او غیرمسلکي کاریګرو ته ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي.

د افغاني سرې میاشتې په وینا، په پروژه کې د اوبو کانالونو د بستر کانکرېټول، د کانالونو پاکول او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د محافظتي دېوال جوړول شامل دي.

د پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۶ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو اسانتیا برابره شي. پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button