ولسمشر ترمپ: د وینزویلا د ګڼو نفتي زېرمو کنټرول مو ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” وايي، واشنګټن له وینزویلا سره داسې هوکړې ته رسېدلی چې د هغه په وینا، «د نړۍ په تاریخ کې د تېلو تر ټولو لویه معامله» ده.
ټرمپ ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مارکو روبیو” او د دفاع وزیر “پیټ هېګسېت” د وینزویلا له موقتې ولسمشرې “ډېلسی رودریګر” او د خصوصي سکټور له چارواکو سره په خبرو کې د دې هوکړې په ترلاسه کولو کې رول درلود.
د ټرمپ په وینا، د هوکړې له مخې امریکا د وینزویلا د ۶۵ میلیارده بېرله تثبیت شویو نفتو له زېرمو څخه د ډېرو برخو کنټرول ترلاسه کوي او دا تړون به د امریکايي مالیه ورکوونکو لپاره له مستقیم لګښت پرته عملي شي.
نوموړي ادعا کړې چې دغه هوکړه به د امریکا د نفتو زېرمې تر دوه برابره زیاتې کړي، د نفتو عرضه به پراخه کړي او په اوږدمهال کې به په امریکا کې د تېلو بیې راټیټې کړي.
بلخوا د وینزویلا موقتې ولسمشرې ډېلسی رودریګز ویلي چې هوکړه به د دغه هېواد د نفتو تولید زیات کړي. د راپورونو له مخې، د تړون په چوکاټ کې د ۱۰۰ میلیارده ډالرو خصوصي پانګونې او د ۱۷ ستراتیژیکو نفتو ساحو د پراختیا پلان هم شامل دی.
د امریکا او وینزویلا د دې هوکړې جزئیات لا په بشپړ ډول نه دي خپاره شوي او د تړون د عملي کېدو څرنګوالی لا هم روښانه کېدو ته اړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button