دفاع وزارت وايي، ۱۷۰ منسوبین د توپچي زده‌کړو له مسلکي کورس څخه فارغ شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ۲۰۵ البدر قول اردو د توپچي مدیریت اړوند درې میاشتني مسلکي کورس څخه ۱۷۰ منسوبین له نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ شول. د قول اردو د معلوماتو له مخې، په دغو زده‌کړو کې د DC توپ، زغروال ټانګ، غرني او متوسط هاوان او SPG-9 اړوند مسلکي روزنه شامله وه.

د یادو فارغانو له ډلې ۱۰۰ تنه د DC توپ، ۱۵ تنه د زغروال ټانګ، ۱۵ تنه د غرني هاوان، ۲۰ تنه د متوسط هاوان او ۲۰ تنه د SPG-9 په برخه کې روزل شوي دي.

فارغانو د اسلامي نظام د دفاع او ساتنې لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی او د فراغت مراسم د منظمې رمایې په ترسره کولو پای ته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button